د رستمي غېږنيوونې دوه پياوړي ورزشکاران په نړيواليو سياليو کې د ګډون په موخه روسيې ته راوان شول
د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کورش فدراسيون د رستمي غېږ نيونې دوو پياوړو لوبغاړو، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ سره تر مخه ښې وروسته د رستمي غېږ نيونې په نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه د روسيې هيواد قازان ښار ته ته روان شول.
په همدې موخه په جورو شوو مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدران، د المپیک ملي کمېټې اجرایه رئيس داد محمد پاینده اختري او د کورش ملي فدراسيون ريئس سيد محمود ضيا دشتي ګډون کړی و.
په پیل کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ ورزشکارانو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: هیله من یم چې په راتلونکو سیالیو کې د تېر په څېر ښې لاسته راوړنې ولرئ او یو ځل په دغو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ښه استازولي وکړلی شئ.
تمه ده چې دغه سیالۍ به د جون مياشتې په ۲۴ او ۲۵ نېټه د روسیې هیواد په قازان ښار کې ترسره شي، چې د افغانستان په ګډون به پکې له ۵۰ د زیاتو هیوادونو ورزشکاران ګډون وکړي.
په یادو سیالیو کې به له افغانستان څخه نسيم شاه سخي زاده په ۹۵ کيلو وزن او همايون هجرت په ۶۸ کيلو وزن کې سیالۍ ترسره کړي.
