زابل؛ د مرکز قلات باکوزو کلي د ټېپ بال کرټ سياليو اتلولي شاهين لوبډلې خپله کړه
د زابل ولايت مرکز قلات اړوند باکوزو کلي د ځوانانو په نوښت او مالي ملاتړ د ۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د شاهين لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته شاهين او باکوزو کلي لوبډلې لار موندلې وه، په پيل کې شاهين لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۲ منډې هدف ورکړ، بل لوري ته سيالې لوبډلې په ټاکلو اورونو کې ۱۶۱ منډې وکړې او سيالي مساوي شوه.
د لوبې په دويمه برخه کې شاهين لوبډلې په سوپر اور کې سيالې لوبډلې ته ۱۴ منډې هدف ورکړ؛ خو په مقابل کې د باکوزو کلي لوبډلې په سوپر اور کې ۸ منډې وکړې او په ۶ منډو يې سيالي وبايله.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ د لوی اختر په دويمه پيل او لس ورځې يې دوام وکړ.
هېره دې نه وي چې د يادو سياليو په پای کې د نوموړي ولايت د ورزشي امريت له لوري لوبغاړو ته ورزشي توکي ورکړل شول.
