غزني؛ په ګيرو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي سلېمان زلمو لوبډلې خپله کړه
د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د ياد ولايت ګيرو ولسوالۍ په ښهال کلي کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريزې سيالۍ د سلېمان زلمو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته سلېمان زلمو او نعمتي لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې سلېمان زلمو خپلې سيالې لوبډلې ته د سيالۍ په لومړۍ برخه کې ۸۹ منډې هدف کېښود، بل لور ته نعمتي لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او سيالې لوبډلې ته يې سيالي بايلوده.
د دغو سياليو په پای کې د يادې ولسوالۍ د افتخاري ورزشي استازي له لوري غوره لوبډلو او لوبغاړو ته کپونه، مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
