د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثيق د سره صلیب نړیوالي کمېتې له رئیس سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۲:۲۸
د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمد الله وثيق د سره صلیب نړیوالي کمېتې له رئیس سره وکتل

د افغانستان د المپيک ملي کمېتې او سپورټ عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالي کمېټې له رئیس البرټو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېتې رئیس ښاغلي البرټو د المپیک ملي کمېتې او سپورت عمومي رئیس سره په افغانستان کې د معلول ورزشکارانو په ستونزو خبر وکړې.

ښاغلي البرټو په دې لیدنه کې په مزار شریف، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د دوی له لوري د معلول ورزشکارانو لپاره د جوړ شویو ورزشي جمنازیمونو پر اړه معلومات ورکړل، چې دا مهال د ځينو اړخونو له لوري ترې ګرځول شوي دي.

نوموړي په دې لیدنه کې د افغانستان د ویلچر باسکټبال له ورزشکارانو د پوره ملاتړ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه، چې په ننګرهار کې معلول ورزشکارانو ته د یو باب نوي جمنازیوم په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

البرټو همداراز غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ورزش اداره دې، هم د پاراالمپیک کمېټې پاملرنه زياته او ځانګړې توجه وکړي.

په دې لیدنه کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس ښاغلي مولوي احمد الله وثیق د افغانستان له معلول ورزشکارانو سره د سره صلیب له ملاتړ مننه وکړه او وې ویل؛ په یادو ولایتونو کې موجوده ستونزو ته به رسیدنه وکړي او وروسته به یې راپور له دوی سره شریک کړي.

ښاغلي وثیق د سره صلب نړیوالي کمېټې له رئیس څخه هم وغوښتل، چې د ورزش په برخه کې دې خپلې چارې د هېواد له ورزش ادارې سره په همغږي مخته یوسي؛ ترڅو ورته خنډونه جوړ نه شي.

د دې لیدنې په پای کې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئیس د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته ډاډ ورکړ، چې له سره صلیب کمېټې سره د ورزش په برخه کې تل همکاري ته چمتو دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۲/۱۵ - ۱۶:۲۰
Background image

محسن رضایي

محسن رضایي د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې یو ځلانده او با استعداده لوبغاړی دی، چې د خپلو نه ستړې کېدونکو هڅو او قوي عزم له امله یې د هېواد لپاره ستر ویاړونه راوړي دي.

ښاغلی رضایي ۱۸۴. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۹:۱۵
Background image

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی، چې خلک یې په لویه پیمانه له ورزش سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۲۷
Background image

پکتیکا ولایت د افغانستان په سویل ختیځ کې موقعیت لري

دغه ولایت د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه یو هغه ولایت دی، چې د بېلا بېلو ولسوالیو وګړي یې له ورزش سره ځانګړې مینه لري او یو شمیر ځوانان یې په مختلفو رشتو کې په تمریناتو بوخت دي.

د دغه. . .

BACK TO NEWS