کابل کې د ۳۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو په اوسپورت برخه کې سیالۍ پيل شوې
د هېواد المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د غوره والي جام په نوم د کابل له شمال زون څخه د ۳۶۵ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو په اوسپورت برخه کې سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د نوي ځوانانو، ځوانانو او لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ او له ۳۵ کیلو ګرام څخه تر ۷۰ کیلوګرام وزنونو کې ورزشکارانو ګډون کړی وو.
هېره دې نه وي، دغه سیالۍ به دوې ورځې دوام وکړي او موخه یې د غوره لوبغاړو موندل، د ورزشکارانو هڅوول او د یووالی رامنځته کول دي.
