د D کوچنګ جواز ترلاسه کولو لپاره د 26 فوټبال مربیانو روزنه
د کابل فوټبال فدراسیون د خپل د ظرفیت لوړولو لپاره د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ترتیب شوی پلان په بنسټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټبال په لوبغالي کې د D-License روزنیز کورس په لاره اچولی دی. د يادونې وړ ده، چې په دې پروګرام کې به د کابل د فوټبال کلپونو ۲۶ روزونکي برخه واخلي او د استاد حيات الله "لوګروال" له خوا به د پنځو ورځو لپاره د روزنيز نوي تخنيکونو په برخه کې روزنه ووینی .
