ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې سوپر سټار لوبډلې له خپل ۱۹۲ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۴۱ منډو په توپیر یې خپلې سیالې سوپر آریانا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
