ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښارکې د اتو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې همت پاچا لوبډلې د زياتو امتيازونو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.