ارزګان؛ په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۸ - ۱۲:۲۹
ارزګان؛ په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېټ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیب بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټیب بال کر کیټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بريا سره پیل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د اتفاق او نيوسټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، اتفاق لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کی نيو سټار لوبډلې په ۱۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۳۲ منډو په توپير سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS