ارزګان؛ په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ د عمري لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد

د ارزګان ولایت بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د واليبال فدراسيون له لوري د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ٣٦ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د عمري لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېد.
دغې ټورنمنټ چې ٤٠ ورځې يې دوام وکړ په پايلوبه کې يې عمري لوبډلې د ٢-١ ميدانونو په توپیر سعادت لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په دغو سياليو کې محمد نسيم د پايلوبې د غوره لوبغاړي او عيسى محمد د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.
په پاى کې ګټونکې لوبډله او غوره ورزشکاران د ورزش امريت له لوري وستایل شول.