ارزګان؛ په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ په شیشپر کلي کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې عبدالعلپ لوبډلې خپلې سيالې خالد لوبډلې ته د ۱ /۲ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دپ، چې ۱۵ ورځي به دوام وکړي.