ارزګان؛ په دهراود ولسوالۍ کې د خپلواکۍ د ١٠٤ کاليزي په وياړ د ټېپ بال کرکټ دوولس اوريز ټورنمنټ پيل شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳۱ - ۸:۴۹
ارزګان؛ په دهراود ولسوالۍ کې د خپلواکۍ د ١٠٤ کاليزي په وياړ د ټېپ بال کرکټ دوولس اوريز ټورنمنټ پيل شو

د ارزګان ولایت د ورزش امريت په همغږۍ د ټېپ بال کرکټ فدراسیون له لوري په دهراود ولسوالۍ کې د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ١٠٤ کاليزي په وياړ د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ١٢ اوريز ټورنمنټ پيل شو.

د دې ټورنمنټ د پيل لوبه د اطرافي اتلانو او خپلواک اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د اطرافي اتلانو لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او په ټاکلو ١٢ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د ٩٤منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د خپواک اتلانو لوبډلې ټاکل شوب هدف د لوبې په څلورم اور کې پوره کړ.

يادې سیالۍ به يوه مياشت دوام وکړي، چې موخه يې د خپلواکۍ د ١٠٤ کاليزي نمانځل او د ټېپ بال سياليو وده ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS