ارزګان؛ په مرکز ترینکوټ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۹ - ۱۴:۹
ارزګان؛ په مرکز ترینکوټ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او ټېپ بال فدراسیون له لوري د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې له نشه یي موادو سره د مبارزې په موخه د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ۱۲ اوریزې سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د ګولډن سټار او شیر افغان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې لومړۍ پاڼۍ ګولډن سټار لوبډلې ولوبوله او ټاکلو ۱۲ اورنو کې یې سیالې لوبډلې ته ۲۱۸ منډې هدف کېښود، بل لوري ته شېر افغان لوبډله د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په ۷۲ منډو یې سیالې لوبډلې ته ماتې ومنله.

هېره دې نه وي چې دغه سیالۍ په ۴۵ ورځې دوام وکړي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS