ارزگان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۹:۳۳
ارزگان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په چوره ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د يووالي او پرمختگ په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ د کيطو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د کيطو ځوانانو او خپلواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې خپلواک لوبډلې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف کېښود، کيطو ځوانانو لوبډلې ياد هدف په نهم اور کې ترلاسه کړ او د اووه ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغو سياليو شاوخوا يوه مياشت دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS