ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې
د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو په پيليزه لوبه کې مرکز ب لوبډلې خپلې سيالې خوردي ب لوبډلې ته د ۲-۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
دا سیالۍ واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره کېږي، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.
