اصيل کلب لوبډلې د ننگرهار فوټسال غوره ليگ سياليو اتلولي وگټله
د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار اړوند خالص فامیليو جمنازيوم کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د ننگرهار فوټسال غوره ليگ د اصيل کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو په پايلوبه کې اصيل کلب لوبډلې خپلې سيالې سهاک اتلانو لوبډلې ته د ۹ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
دا سيالۍ د ۱۴۰۴ کال غوره لوبډلې ټاکلو په موخه ترسره شوې، چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ.
