افغانستان؛ د سو کیوکوشین کراټې سبک په اووم پړاو نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۵ - ۱۲:۵۵
افغانستان؛ د سو کیوکوشین کراټې سبک په اووم پړاو نړیوالو سیالیو کې درېیم مقام خپل کړ

د ایران په کوربتوب په تهران ښار کې د کب میاشتې له (۱۰ـ۱۲) نېټې پورې د افغانستان، عراق، ليبیا، پاکستان، کردستان او د څلورو ایرانیو لوبډلو ترمنځ د سو کیوکوشین کراټې سبک اووم پړاو سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د افغانستان د سو کیوکشین کراټې د ملي لوبډلې شپږ ورزشکارانو د استاذ عبدالحق عمري تر روزنې لاندې او د افغانستان د سوکیوکشن سبک د رئیس غلام محبوب رحیمي په مشرۍ ګډون وکړ.

همدارنګه په ایران کې د افغان مهاجرینو ۱۵ کسیزه لوبډله هم د استاذ شېر محمد نظري تر روزنې لاندې د افغانستان له لوبډلې سره په یادو لوبو کې یو ځای شوه.

په پایله کې د افغانستان لوبډله وتوانېده، چې دوه د سرو زرو، څلور د نقرې او یو د برنزو مډال ترلاسه کړي او د یادو سیالیو درېیم مقام په خپل نوم ثبت کړي. د یادو سیالیو لومړی مقام ایران او دویم عراق وګاټه.

له افغانستان څخه په تللې لوبډله کې

زمري نیازي په ۷۵ کیلو وزن کې دويم مقام، ګلاب شاه جمشېدي په ۹۰ کیلو وزن کې درېیم مقام او ګل محمد حیدري په ۶۰ کیلو وزن کې هم دویم مقام ترلاسه کړ.

د ایران د مهاجرینو د ورزشکارانو له ډلې څخه نور اقا عربزاده په ۶۰ کیلو وزن کې لومړی مقام، محمد سردار حیدري په ۵۵ کیلو وزن کې لومړی مقام، میلاد محمدي په ۶۵ کیلو وزن کې دویم مقام او امېد تاجک په ۵۵ کیلو وزن کې دویم مقام خپل کړ.

همدارنګه د هیواد تکړه او پخوانی روزونکی استاذ زمری نیازی وتوانېده، چې د منځنی اسیا د سوکیوکوشین کراټې له رئیس استاذ وحید بهرما څخه د " چاپان دان ۵ نړیوال " کمربند ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۹
Background image

بلخ ؛ بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ تر سره شوې شوې.

د دغو سياليو په پای لوبه کې ده یاران نور لوبډلې د ۹ پر ۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١٠٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سيالۍ وشوې.

د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۱۲
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ١١ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د يادو سياليو په پايلوبه. . .

BACK TO NEWS