افغانستان د جنوبي کوریا د تکواندو له G2 نړیوالو سیالیو د سرو زرو لومړنی تاریخي مډال ترلاسه کړ
د هېواد د تکواندو ملي لوبډلې غړي علي اکبر امیري د جنوبي کوریا له G2 نړیوالو آزادو سیالیو څخه د سرو زرو لومړنی تاریخي مډال ترلاسه کړ.
ښاغلي امیري خپلو کاناډایي، قزاقستاني، کوریایي سیالانو او د نیجریا هېواد تکواندو کارانو عبدول او سوفو (د نړیوالو سیالیو اتل او د برازیل المپیک دویم مقام ګټونکي) ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
رامین امیني ددې سیالیو یو بل برخه وال افغان لوبغاړی دی چې نن یې په دوه پرلپسې رونډونو کې خپلو جاپاني سیالانو ته ماتې ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده.
د تکواندو یادې سیالۍ د جنوبي کوریا په چون چان ښار کې روانې دي او له ۶۰ هېوادونو ۵۲۳ تکواندوکارانو پکې برخه اخیستې.
