افغانستان د مکائو فوټسال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اسیا ملتونو جام ته لار پیدا کړه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۹:۷
افغانستان د مکائو فوټسال لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره اسیا ملتونو جام ته لار پیدا کړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مکائو لوبډلې ته ۱۸/۲ ګولو توپیر په ماتې ورکولو سره د افغانستان د فوټسال په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د اسیا ملتونو جام سیالیو ته لار پیدا کړه.

د فوټسال اسیا جام سیالیو ته د لار موندې دا سیالۍ، چې د سعودي عربستان د دمام ښار په کوربتوب روانې دي، افغان لوبډلې د مکائو فوټسال لوبډلې ته د ۱۸/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او د اسیا ملتونو جام سیالیو ته نېغه په نېغه لار پیدا کړه.

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی، چې د فوټسال ملي لوبډله، د اسیا جام سیالیو ته لار مومي، افغان لوبډلې تر دې وړاندې سعودي عربستان ته هم ماتې ورکړې وه او له اندونیزیا سره يې لوبه مساوي پای ته ورسېده.

یاده دې وي، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په روان کال کې ډېره ښه ځلېدلې ده، چې د روان کال پر مهال يې د مرکزي اسیا سیالیو کې د ازبکستان، قرغزستان او ترکمنستان هیوادونو قوي لوبډلو ته ماتې ورکړي او په یادو سیالیو کې يې دویم مقام خپل کړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د ورزش په برخه کې د بریاوو، خبرونه ډېر تر سترګو کېږي، چې د چین اسیايي هیوادونو کې تر ۱۵ اسیايي هیوادونو مخکې شو او د مرکزي اسیا د والیبال په سیالیو کې هم افغان لوبډلې، بنګلادیش او ازبکستان ته سر په سر ماتې ورکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۵۶
Background image

پکتیکا؛ برمل ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د برمل ولسوالۍ په منصوري لوبغالي کې له څلورو ولايتونو د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې.

په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۴۹
Background image

غزني؛ جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۲۳:۴۵
Background image

کندز؛ چهار درې ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شېرزاد ځوانانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS