افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازيل څلور اړخيزو سياليو کې درېيم مقام خپل کړ.

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۹:۱
افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازيل څلور اړخيزو سياليو کې درېيم مقام خپل کړ.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل فوټسال څلور اړخیزو نړۍوالو دوستانه سیالیو په وروستۍ سیالۍ کې له ګرینلنډ هېواد سره د درېیم مقام پر سر سیالي وکړه، دغه سیالي دوه پر دوه مساوي شوه؛ خو د ۴ – ۲ پینالټیو په توپیر افغان لوبډلې ګرینلنډ ته ماتې ورکړه.

په یاده سیالۍ کې حسین محمدي او محمد جواد صفري د افغانستان په کټه ګولونه ووهل.

د دغو سیالیو اتلولي برازیل وګټله، ایران دویم او ګرینلنډ د څلورم مقام ګټونکی شو.

نوموړې سیالۍ د افغانستان، ایران، ګرینلنډ او برازیل هېوادونه په ګډون د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر درېیمه پیل او نن (د مارچ پر نهمه) پای ته ورسېدې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۷
Background image

سمنگان کې د ځوانانو او نويو ځوانانو ترمنځ د کيک بوکسينګ سيالۍ وشوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له درېيو کلبونو څخه د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ په بېلابېلو وزنونو کې ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۰:۵۴
Background image

بادغیس کې د فوټبال اتحاد جام سيالۍ د اخته ګل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قادس ولسوالۍ په برګل حوزه کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د نشه يي توکو د مخنيوي پر وړاندې د. . .

BACK TO NEWS