افغانستان له کویټ څخه لوبه وګټله

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د کویټ ۲۳ کلنې لوبډلې ته ۳-۰ ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې د افغانستان لپاره مازیار کوهیار، نورحسین او ادم نجم ګولونه ووهل.
د یادولو وړ ده چې افغان ملي لوبډله به د مارچ په ۲۹ مه نیټه د اردن سره دوستانه لوبه لري.