افغان فوټسال ملي لوبډلې په نړيوال جام کې انگولا لوبډلې ته ماتې ورکړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۹:۳۷
افغان فوټسال ملي لوبډلې په نړيوال جام کې انگولا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د فوټسال نړيوال جام په شپږمه لوبه کې افغان فوټسال ملي لوبډلې خپلې سيالې انگولا لوبډلې ته د ۶ پر ۴ گولونو په توپير ستره ماتې ورکړه او په جام کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د ۲۰۲۴ فوټسال نړيوال جام د ازبيکستان هېواد په کوربتوب د نړۍ ۲۴ غوره لوبډلو ترمنځ دوې ورځې وړاندې پيل شو، چې افغانستان په C گروپ کې له ارجنټاین، اوگرين او انگولا لوبډلو سره شتون لري او په ياد جام کې به خپله دويمه سيالۍ د ارجنټاین پر وړاندې د راتلونکي چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.

د يادونې وړ ده، چې افغان فوټسال ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره فوټسال نړۍ وال جام کې لوبېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۴:۵
Background image

د پروان په کوربتنو د هېواد د اتو ولایتونو ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ وشوې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د هېواد د اتو ولایتونو د ۱۰۸ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۵۳
Background image

میدان ودرګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سرنګړه اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS