افغان ورزشکار رییس خان سنز ی د سنوکر نړۍوالو سیالیو کې د 16 غوره لوبغاړو پړاو ته ووته
د سنوکر افغان ورزشکار رییس خان سنزي د سنوکر نړۍوال جام سالیو ۲۴ غوره لوبغاړو پړاو په انفرادي برخه کې هندي سیال ته د ۳ - ۲ میدانونو په توپیر ماته ورکړه او د ۱۶ غوره لوبغاړو پړاو ته ووته.
د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې به دغه ورزشکار خپله لومړۍ لوبه له قطري سیال سره وکړي.
دغه سیالۍ په دوه ( انفرادي او ګروپي) کټګوریو ترسره کېږي، چې د افغانستان په استازولي درې افغان ورزشکاران ګډون پکې لري.
یادې سیالۍ د عمان هېواد په کوربهتوب په مسقط ښار کې د ۱۶ هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۲۳مه پیل شوي او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.
