افغان کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت بنګلاديش سره لوبلړۍ پیلوي
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به روانه فبروري میاشت د بګنلدېش په کوربه توب د یاد هیواد له ملي لوبډلې سره د درې یو ورځينو او دوو شل اوریزو لوبو سریز پیل کړي.
ټاکل شوې وه چې افغان کرکټ ملي لوبډله به فبرورۍ میاشت کې زمبابوې ته لاړه شي، خو کوربه هیواد زمبابوې د ریویو د پرېکړې د سیستم د نشر د تنظیم له مخې پاتې راغی او دا لړۍ وځنډېده.
په پام کې وه چې له زمبابوې سره دا پړاو په ډسمبر کې وشي، خو په دې هیواد کې د کرونا د اومېکرون د بڼې له خپرېدو وروسته وځنډېده او وخت يې تغییر وکړ.
افغان لوبډله اوس په قطر کې د بنګلدېش پر وړاندې د چمتوالي په موخه په تمریناتي کمپ بوخته ده او د همدې میاشتې په لړ کې به بنګلدېش ته د لوبو د کولو له پاره سفر وکړي.
افغان کرکت ملي لوبدله به له بنګلدېشۍ لوبډلې سره د فبرورۍ په ۲۳ لوبې پیل کړي چې د مارچ تر پنځمې نېټه پورې به دوام وکړي.
