امید خراسان لوبډلې د تخار ولایت دشت قلعه ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه
د تخار ولایت د ورزش امریت په دې ولایت کې د والیبال فدراسیون له استازولۍ سره په همکارۍ د والیبال سیالۍ چې څو ورځې وړاندې د ۹لوبډلو ترمنځ په دشت قلعه ولسوالۍ کې پیل کړې وې تېره ورځ د امید خراسان لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې د امید خراسان، نونهالان، مرکزي لېسې، جوانان النگ، آزادی شهر کهنه، جوانان اتحاد طوفان آمو، مسلکي انیستیتوت او لوند لوبډلو برخه لرله.
د یادو سیالیو پایلوبه د امید خراسان او طوفان امو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د د ې دواړو لوبډلو لوبه د ۳-۰ پایلې سره د امید خراسان لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
په پای کې ګتونکې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.
