اټک انرژي لوبډله د افغانستان د اتلانو ليګ اتله شوه

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۷ - ۹:۵۴
اټک انرژي لوبډله د افغانستان د اتلانو ليګ اتله شوه

د دې ليګ د پاى په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن، د ملي راډیو تلویزیون رئیس مولوي احمدالله وثيق، د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان، د المپيک ملي کمېټې اجراييه رئيس داد محمد پاينده اختر، د فوټبال فدراسيون مشر محمد يوسف کارګر، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د نشراتو رئیس عاکف مهاجر، د بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د دفتر رئیس محمدالله احساس، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس الله محمد اتل مشواڼي او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو او د ورزش د ادارې مسولينو ګډون درلود.

دغه ليګ مياشت وړاندې د ١٢ لوبډلو په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسیون په فوټبال لوبغالي کې پيل شو، چې د هرات استازي اټک انرژي په اتلولي پاى ته ورسېد.

په دې ليګ کې ګډون کوونکي لوبغاړي وايي؛ د داسې ليګونو ترسره کېدل په افغانستان کې د فوټبال د کيفيت په لوړېدو مستقیم اغېز لري.

له بلي خوا د فوټبال فدراسیون يو تن مسوول وايي؛ د دې ليک اتلان کولای شي، چې د اسيا اتلانو په ليګ کې ګډون وکړي او د افغانستان د فوټبال فدراسیون به هڅه وکړي، چې په راتلونکي کې دافغانستان په اتلانو ليګ کې زياتو لوبډلو ته د ګډون ته زمينه برابره کړي.

د يادولو ده، چې د دې سياليو په پاى کې د اټک انرژي د ٣١ امتیازونو په ترلاسه کولو سره لومړى د فراه ولایت ابو مسلم لوبډلې دويم او د سرپل ولایت په استازيتوب خديم اف سي لوبډلې د دې لوبو درېيم مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۱۴ ورزشکارانو ترمنځ د اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په ۱۰۰ متري واټن کې ترسره شوې، چې په پایله کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۵۰
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په قلعه زال ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو پایلوبه د عبیدالله او قاري خبیب لوبډلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۲:۴۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ستاره های قلندري ب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS