بادغيس کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلعه نو ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د واليبال غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې د ليګ په ډول ترسره شوې، په پايله کې چشمه سلطان لوبډلې لومړی او اريانا لوبډلې بيا دويم مقام خپل کړ.
د يادو سياليو موخه د کال غوره لوبډله موندل و، چې دوې مياشتې يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.