بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټبال سیالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۱:۴۸
بادغیس؛ قادس ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د یووالي جام په نوم د فوټبال سیالۍ پيل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د قادس ولسوالۍ د فوټبال په مرکزي لوبغالي کې د یووالي جام په نوم د فوټبال حذفي سیالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې کوهستان قرچغي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد ده برنج لوبډلې ته د ۴/۲ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د قادس ولسوالۍ بېلا بېلو قومونو ترمنځ یووالۍ رامنځته کول او ورزش ته د ځوانانو هڅول و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۰:۲۶
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٥٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٥٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۹:۳۰
Background image

نوی نسل، سترې لاسته‌راوړنې؛ په اسیایي سیالیو کې د افغان ځوانو ورزشکارانو بریالی ګډون

افغان ورزشکارنو د نویو ځوانانو په اسیایي سیالیو کې، له یوه بریالي سفر وروسته، په کمو امکاناتو ۶ مډالونه ګټلي دي، افغان ورزشکاران سره له دې چې په یادو سیالیو کې یې د نورو هېوادونو په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۹:۲۶
Background image

پکتیا کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکی سيالۍ روانې دي

پکتیا ولايت کې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د هاکي ملي فدراسيون استازولۍ له لوري د دې ولايت په مرکز ګرديز ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د هاکي ټورنمنټي سيالۍ روانې دي.

پ. . .

BACK TO NEWS