بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدارسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو کم عمره ځوانانو د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د لیګ په ډول ترسره شوې، چې په پایله کې سوپر سټار لوبډلې لومړی او برادران لوبډلې بیا دویم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول د نویو ځوانانو استعدادونو موندل و،. چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
