بادغیس ولایت کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ پيل شوې
بادغیس کې د فوټسال غوره لیګ سیالۍ د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون او فوټسال کمېټې مسوولانو له خوا د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې.
دغه سيالۍ په بادغیس کې د فوټسال د ودې او پراختيا په موخه په رفت و برګشت توګه ترسره کیږي.
د دې لیګ لومړۍ لوبه د « تکستاره او برادران » لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د « ۵ – ۴ » پایلې سره تکستارې لوبډلې په بریا تمام شوه.
همدا راز دویمه لوبه د « بازتاب او شمشاد» لوبډلو ترمنځ وه چې د بازتاب لوبډلې د « ۱۲- ۵» ګلونو په توپیرسره شمشاد لوبډله له مخې پورته کړه.
د بادغیس د فوټسال غوره لیګ دا سیالۍ به څو ورځې دوام وکړي.
