بادغېس کې د "سولې او ورورولۍ" په نوم د والیبال سیالیو پای

نعیم پرهېز
شنبه، مرغومی،۴، ۱۴۰۰
بادغېس ولایت کې د U,N,D,P په مالي ملاتړ د اتهه لوبډلو ترمنځ جوړ شوی ټورنمنټ پای ته ورسېد.
دا ټورنمنټ چې د لېندۍ میاشتې په ۲۷ نېټه پیل شوی و، نن پای ته ورسېد.
په دې ټورنمنټ کې د دې ولایت د مرکز په ګډون د قادس او مقر ولسوالیو لوبډلو هم ګډون درلو، چې په دوو ګروپونو کې یې لوبې وکړې.
د دې ټورنمنټ په پای لوبه کې "تابان قهرمانان" "چشمه سلطان" لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دې لوبې ټورنمنټ اتلولي وګټله.