باميان؛ د ٢٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې
د باميانو ولایت د ورزش امريت له لوري د ٢٠٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ٣کيلومتره په واټن سره د ځغاستي سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د باميانو له نوي ښار څخه تر ورزش امريت پوري د درې کيلومتره په واټن وهلو سره ترسره شوې، چې رحيم احمد، علي سنا او مهدي لومړى، دويم او درېيم مقامونه وګټل.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ټولنې د ټولو قشرونو ترمنځ د ځغاستې سياليو وده او پرمختګ دى.
