باميان؛ د پوهنتون د واليبال سيالۍ د زراعت لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې

د باميان پوهنتون د (اقتصاد، ښونې او روزنې، ځمکې پېژندنې، زراعت، طبعي علومو، اجتماعي علومو، شرعیاتو او د دغه پوهنتون د استادانو) د ۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څلور ورځې يې دوام وکړ، د زراعت پوهنځي لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبې ته د زراعت او طبعي علومو لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې زراعت لوبډلې وکولی شول خپلې سيالې لوبډلې ته ۳_۲ ميدانونو په توپير ماتې ورکړي او د نوموړیو سياليو اتلولي خپله کړي.