باميان؛ په نمبر یک یکاولنګ ولسوالۍ کې د نیو فول کانټاکټ سیالۍ وشوې

د بامیان ولایت په نمبر یک یکاولنګ ولسوالۍ کې د غزني ولایت، یکاولنګ او پنجاب ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ د همدلۍ په نوم د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې ۴۴ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه ، چې شپږ تنه یې له غزني ولایت څخه،شپږ تنه له پنجاب ولسوالۍ څخه او ۳۲ تنو ورزشکارانو له نمبر یک یکاولنګ ولسوالۍ څخه برخه اخیستې وه.
د سیالیو په پایله کې د یکاولنګ ولسوالۍ ورزشکارانو لومړى، د غزني ولايت دويم او د پنجاب ولسوالۍ ورزشکارانو درېيم مقام خپل کړ.
د دې سیالیو موخه د نیو فول کنټاکټ ورزش ته پراختیا ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د خواخوږۍ روحیه رامنځته کول وو.