بامیان؛ د والیبال خزاني ټورنمنټ د جاویدان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۰:۴۸
بامیان؛ د والیبال خزاني ټورنمنټ د جاویدان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد

د بامیانو ولایت د والیبال خزاني ټورنمنټ چې لس ورڅې وړاندې د ۱۳ لوبډلو په ګډون پیل شوی و د جاویدان لوبډلې په لومړي او میوند لوبدلې په دویم مقام ګټلو سره پای ته ورسېد.

د دغو سیالیو پایلوبه د جاویدان او میوند لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د جاویدان لوبډلې د ۳-۱ میدانونو په توپیر خپل سیال ته ماتې ورکړه او د بامیانو والیبال ژمني ټورنمنټ اتلولي یې خپله کړه.

په پای کې اتلې لوبډلې ته د والیبال یو تن مینه وال قومندان قدرت له لوري ۵زره افغانۍ او دویم مقام ګټونکې لوبډلې ته هم نغدي جایزه او همداراز د بامیانو د ورزش ادراې له لوري کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۷
Background image

پکتيا کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فډراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په دولتزيو سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ "ولس او حکومت يو دی" په نوم د فوټبال سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۳۰
Background image

ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بړو انصاف. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲۷
Background image

نورستان کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د ننګراج لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت له مرکز او ولسواليو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې. . .

BACK TO NEWS