بامیان؛ د ویلچر باسکټبال سیالۍ د مرکز لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د دوه لوبډلو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سیالۍ د یاد ولایت ورزشي آمر، د شهیـ.ـدانو او معلولین د رئیس، ورزش کارانو او ګڼو مینوالو په حضور کې ترسره شوې.
دغه سیالۍ د مرکز او ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې په پایله کې مرکز لوبډلې د ۳۸/۲۷ نمرو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول ښودل شوې وه، چې په پای کې د بامیان ولایت د ورزش ادارې له لوري غوره لوبغاړو ته کپ او مډال ډالۍ کړل شو.