بامیان؛ د ۲۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د بامیانو په شیبر ولسوالۍ کې د ۲۵ تنو ورزشکارانو ترمنځ د څلور کیلو مترو په اوږدوالي د ځغاستې په زړه بورې سیالۍ ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د بامیانو او شیبر ولسوالۍ سیمه ييزو مسؤولینو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.
په پایله کې بهروز لومړی مقام، عبدالرزاق دویم او ذکي نومي ورزشکار درېیم مقام خپل کړ.
د ځغاستې سیالیو په ترڅ کې د کاڼي اچولو او د دودیزې غېږ نیونې سیالۍ هم وشوې، چې امېر داد پکې لومړی مقام، علي رضا دویم او قربان پکې درېیم مقام خپل کړ.
همدارنګه احسان الله د نهو مترو په ليرېوالي د شپږ کیلو تیږې په اچولو لومړی مقام خپل کړ.
د سیالیو موخه د دودیزو لوبو وده، پرمختګ او د کلیو په کچه د ورزش دود کول وو.
