بامیان؛ شاه فولادي دره کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۹:۵۰
بامیان؛ شاه فولادي دره کې د ۳۰ ورزش کارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د شاه فولادي سیمې په دشت تیکر سیمه کې د ځوانانو او مشرانو لوبغاړو په سني کټګوري کې د ۳۰ تنو ورزش کارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو د مشرانو لوبغاړو له ډلې څخه لایق الله لومړی، علي جان دویم او ذبیح الله درېیم مقام او د ځوانانو له ډلې څخه میلاد لومړی، امام داد دویم او علي جان فولادي درېیم مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو موخه په شاه فولادي کې د ملي او دودیزو لوبو وده ښودل شوې ده.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS