بامیان؛ مرکز کې د ۳۲ تنو ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سیمه ییزو او دودیزو لوبو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د لویو ورزشکارانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې په پایله کې محمدعلي فرهمند لومړی، محمد جان دویم او شمس الحق درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او دودیزو لوبو ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته جمپر، برزو، بوټان او ورزشي بلوز ورکړل شوه.