بامیان؛ پنجاب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې
د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ په ۳ کیلومتري واټن کې د ځغاستې سیالۍ وشوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دغه سیالۍ د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې محمد جان لومړی، محمد شریف دویم او صادق بیا درېیم مقام خپل کړ.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
