بامیان؛ یکاولنګ کې د څلور ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د نیوفول کانټاک سیالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۱:۵۵
بامیان؛ یکاولنګ کې د څلور ولایتونو د لوبغاړو ترمنځ د نیوفول کانټاک سیالۍ ترسره شوې

د بامیانو ولایت په یکاولنګ لومړۍ نمبر ولسوالۍ کې تېره ورځ د بامیان، غزني، کابل او هرات ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د نیو فول کانټاک په زړه پورې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د بامیانو د ورزش آمریت او اړوند فدراسیون په همغږۍ د سلګونو تنو لیدونکو او مینوالو په حضور کې وشوې.

په سیالیو کې ۷۰ ورزشکاران په دریو عمري کټګوریو (تنکيو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) کې یو د بل په وړاندې ولوبېدل.

په پایله کې بامیانو لوبډلې لومړۍ، هرات دوهم او غزني لوبغاړو خپل کړ. د یادونې وړ ده چې د پنجاب ولسوالۍ یو تن ورزشکار علي سینا امیري د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو او د یکاولنګ لوبډلې بیا اخلاقو کپ ترلاسه کړ.

په پای کې ددې لوبو ګډونوال لوبغاړي د مسؤولینو له لوري وستایل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS