بامیانو کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او وررزش امریت اړوند د رزمي ورزشونو د فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې د نویو ځوانانو په کټګوري کې نثار احمد، نور الله او سخی، د ځوانانو په کټګوري کې سمیع الله، محمدرضا او کمال الدین او د مشرانو په کټګوري کې ذکرالدین، محمد وزیر او عاصف د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړي، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړل.
دا سیالۍ د دغې ورزشې رشتې ملي ټاکنیزو سیالیو ته د ورزشکارانو د چمتو والي او د مهارتونو د زده کولو په موخه ترسره شوې، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ ورکړل شوې.