بامیان مرکز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د بامیانو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د لوی اختر جام په نوم د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې بورسونه فولادي لوبډلې خپلې سیالې یکاولنګ نمبر یک لوبډلې ته د ۳/۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د لوی اختر نمانځل و، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.