بامیان کې د فوټبال الف ګروپ سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۲:۳۹
بامیان کې د فوټبال الف ګروپ سیالۍ پیل شوې

یادې لوبې د خورشيد باميان، استقلال شيبر، ښاروالۍ، د اتحاد جوانان ، ستاره ګان سبز ، عدالت، شهباز شهيدان، ياران او حاجي ګک معدن لوبډلو په ګډون پيل شوي دي.

دغه سيالۍ د باميانو د فوټبال فدراسيون لخوا د فوټبال د ودې، ورزش ته د ځوانانو د هڅونې او د الف ټيمونو د غوراوي په موخه د ١٩ ورځو لپاره په پیل شوې دي.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د استقلال شيبر ټيم د خورشيد ټيم په وړاندې ترسره کړه چې د ١-٢ پایلې سره د خورشيد ټيم په ګټه پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS