بامیان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د زارین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۹:۳۶
بامیان کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د زارین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ۱۷ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې دوې اونۍ مخکې پيل شوې وې د زارین لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې زارین لوبډلې خپلې سیالې یکاولنګ ولسوالۍ مرکزي لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د والیبال ورزش ته وده ورکول و.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د نويو استعدادونو موندلو په موخه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۴
Background image

بلخ؛ کشندي ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کشندي ولسوالۍ کې د ٤٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۳
Background image

ننګرهار؛ سپين غر ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS