بامیان کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې
د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ځغاستې اتلتیک فدراسیون د استازولۍ له لوري په بامیان ښار کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې اتلتیک سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې رحیم احمدي لومړی مقام، نعیم واحدیار دویم مقام او نجیب ناصري درېیم مقام ترلاسه کړ.
د یادو سیالیو موخه د ځغاستې ورزش ته وده ورکول و.
د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولانو له لوري غوره ورزشکارانو ته د اتلولۍ حکم، مډالونه، ورزشي لباسونه، بیکونه او بوټان ورکړل شول.