بدخشان؛ فيض اباد ښار کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۰:۱۷
بدخشان؛ فيض اباد ښار کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ له لوري د فيض اباد ښار په سنگ مهر ورزشي لوبغالي کې د ۲۰۰ چاپندازانو ترمنځ د ژمني جام په نوم د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د ميدان حکم له لوري درې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی رنگين راغي پهلوان، دويم سردار پهلوان او درېيم عبدالبصير بابا عاشور پهلوان تر ټاکلې دايرې ورساوه‌ او د ډاليو گټونکي شول.

د يادو سياليو موخه د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره چاپندازانو پیدا کول وو، چې څلور ورځې يې دوام وکړ.

په پای کې د ورزش آمريت له لوري غوره چاپندازانو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS