بدخشان؛ کشم ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۶:۴۱
بدخشان؛ کشم ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د کشم ولسوالۍ په ياورزن کلي کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنيونې سیمه ييزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ په بېلابېلو کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د مرکز پهلوانانو د ۲۰ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، ياورزن کلي پهلوانانو د ۱۵ امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او دشت خورک کلي پهلوانانو د ۱۰ امتيازونو په ترلاسه کولو سره بیا درېيم مقام خپل کړ.

د يادو سياليو موخه دوديزو لوبو ته وده ورکول او د لوی اختر نمانځل و، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱
Background image

په پارا اسيايي سياليو کې علي سجاد همراز په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه

د افغانستان د پاراتکواندو لوبغاړي علي سجاد همراز د پارا اسيايي پنځم پړاو سياليو په لومړۍ لوبه کې د میانمار تجربه‌کار او نوموتي سیال ته په دوو پرله‌پسې پړاوونو کې د ډېرو نمرو په توپیر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۹
Background image

پروان؛ بګرام ولسوالۍ کې د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د پروان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بګرام ولسوالۍ کې له پنجشېر، کاپيسا او پروان ولايتونو څخه د ۱۲۰ پهلوانانو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۴۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبدلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د خان زاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS