بدخشان کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۲۱:۶
بدخشان کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنو کر لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله کې حمزه ابراهیمي لومړی، رحیم الدین شریفي دویم او بهزاد حبیبي بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه د سنوکر ورزش ته وده ورکول او د غوره ورزشکارانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۳۳
Background image

بلخ کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ۳۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۳:۱۷
Background image

لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د تنګي لوبډلې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS