بغلان؛پلخمري ښارکې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د جودو سیالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د جودو فدراسیون د استازولۍ له لوري له څلورو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د یاد ولایت پلخمري ښار اړوند جودکاران رستم مرکزي کلب کې د جودو سیالۍ ترسره شوې.
په پایله کې د ۴۰ ورزشکارانو له ډلې ۱۲ تنه غوره جودوکاران وپېژندل شول.
د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو موندل وو.
د سیالۍ په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبغاړو ته چمتو شوې جایزې ورکړل شوې.